یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / پاکستان / نیکولسن:پاکستان دې طالبان افغان سولې ته اماده کړي

نیکولسن:پاکستان دې طالبان افغان سولې ته اماده کړي

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان وايي، هيله من دی چې پاکستان د افغان سولې د راتګ لپاره خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړي. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن وويل چې له طالبانو سره يې مخامخ د سولې په تړاو خبرې نه دي شوې؛ خو د خپلو ديپلوماتانو له لارې يې بېلابېل هېوادونه دې ته هڅولي چې طالبان افغان حکومت سره سولې ته چمتو کړي. هغه په دې برخه کې د سعودي عربستان د وروستي دريځ ستاينه وکړه او هيله مندي يې وښوده، چې پاکستان هم خپلې ټولې هلې ځلې د افغان سولې لپاره ترسره کړي. جنرال نيکولسن له پاکستانيو چارواکو سره د افغان چارواکو د وروستيو تماسونو او اړيکو ستاينه هم وکړه او دا يې افغان سولې لپاره يوه ستره هڅه وبلله. هغه زياته کړه، د ناټو د غړو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې تر پنځوسو زيات نور هېوادونه هم پانګه اچونه او مالي ملاتړ کوي، چې دلته سوله راشي او هم په راتلونکي کې يو شمېر نړيوال کنفرانسونه د افغان سولې لپاره جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: