یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / نیکولسن د کابل پرونی برید غندلی دی

نیکولسن د کابل پرونی برید غندلی دی

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن د کابل په دشت برچې کې پر یو روزنیز مرکز پرونی برید په سختو ټکو غندلی دی. په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نیکولسن له خولې راغلي، چې دوی د هغو ځوانو افغان زده کوونکو کورنیو او دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي، کوم چې پرون د کابل په یو ښوونیز مرکز کې د یو خونړي برید له امله وژل شوي او ټپیان دي. سرچینه کاږي، دغه ډول شیطاني اعمال د منلو وړ نه دي. د سرچینې په وینا دوی د دښمنانو د له منځه وړلو لپاره د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ خپل خدمت ته دوام ورکوي او د هغې سولې او امنیت لپاره مبارزه کوي، چې افغانان یې مستحق دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون مازدیګر ناوخته د کابل په دشتي برچي کې پر یو ښوونیز مرکز برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *