شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / نیکولسن: طالبان له افغان چارواکو سره د پردې تر شا پر احتمالي اوربند غږېدلي دي

نیکولسن: طالبان له افغان چارواکو سره د پردې تر شا پر احتمالي اوربند غږېدلي دي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن وايي، طالبان له افغان چارواکو سره د پردې تر شا پر احتمالي اوربند غږېدلي دي. نیکولسن پرون له کابل نه په پینتاګون کې خبریالانو ته د ټېلفوني کنفرانس له لارې وویل، اوس مهال ډېر ډیپلوماتیک فعالیتونه او خبرې اترې روانې دي. هغه ویلي، دا خبرې په بېلابېلو کچو دي، هغه که څه هم د چا نوم وانخیست، خو زیاته یې کړه، چې د طالبانو د منځنۍ او لوړې کچې مشران په دې خبرو کې برخه لري. ولسمشر غني د روان کال د فبروري میاشت په لومړیو کې طالبانو ته د سولې لپاره ګڼ وړاندیزونه وکړل، خو طالبانو د تېرو کلونو په پرتله له څه ځنډ وروسته د خندق په نامه عملیات اعلان کړل او په ګڼو ولایتونو کې یې د یو شمېر ولسوالیو د سقوط ګواښونه را منځته کړل. په ورته وخت کې په دې وروستیو کې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی پر ځینو مسائلو د خبرو اترو لپاره د پاکستاني حکومت په بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: