سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / بين المللي / نیکولسن: په افغان جګړه کې د امریکا ماتېدل، خوب او خیال دی

نیکولسن: په افغان جګړه کې د امریکا ماتېدل، خوب او خیال دی

په افغان جګړه کې د امریکا ماتې خوب او خیال دی. دا څرګندونې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن په کابل کې، د خپلو زخمي سرتېرو د کارونو په ستاینغونډه کې وکړه. هغه ویلي افغان جګړه کې ماتې په دې مانا ده چې بشریت به ماتېږي، ځکه چې له دې جګړه یواځې افغانستان نه بلکې ټوله نړۍ زیانمنه ده. هغه له افغان حکومت نه د پرېکنده ملاتړ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې ټولې نړۍ وسله والو طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز ستایلی دی، نو طالبانو ته هم په کار ده چې له دې فرصته ګټه پورته کړي. د ویلو ده چې په روان ۱۷ کلن تاوترخیوالي کې یواځې ۳۵۰۰ امریکایي سرتېري وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي، خو په دې جګړه کې د افغانانو د مرګ ژوبلې کچه میلیونونو ته رسېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: