پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / هالنډ: افغانستان امن دی، کډوالو ته یې پنا مه ورکوئ

هالنډ: افغانستان امن دی، کډوالو ته یې پنا مه ورکوئ

هالنډ ویلي افغانستان امن دی، نو ددغه هېواد کډوالو ته دې پنا نه ورکول کېږي. د هالنډ یوې محکمې چې حکومت او پارلمان ته لارښوونې کوي په یوه فرمان کې لیکلي، افغانستان امن دی، نو ددغه هېواد وګړو ته دې پنا نه ورکول کېږي. محکمې زیاته کړې دا سمه ده، چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې جګړې دي، خو په دې مانا نه ده، چې بې طرفه وګړي هلته نه شي تللی. په فرمان کې راغلي، چې دغه خبره یې د ملګرو ملتونو د سازمان په شمول د ۱۶ نړیوالو سازمانانونو د اسنادو تر مطالعې وروسته کړې ده. د فرمان تر صادرولو څو دقیقې وروسته د بښنې نړیوال سازمان د هالنډ دغه پرېکړه غندلې او هغه یې غیر مسوولانه بللې ده. ددغه ادارې یوه ویاند د هالنډ له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان د هېچا لپاره امن نه دی او پر ډېره برخه یې طالبان واکمني کوي. دده په وینا د هالنډ دغه پرېکړه ناسمه او عجولانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *