یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هرات ولایت کې ناپيژنده وسلوالو دري پولیس وژلي دي

هرات ولایت کې ناپيژنده وسلوالو دري پولیس وژلي دي

د هرات محلي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو درې غړي وژل شوي دي.

د والي وياند جیلاني فرهاد نن دوشنبه رسنیو ته وويل چې دغه افغان پوځيان پرون یکشنبه د وسله‌والو طالبانو په يوه کمين کې وژل شوي دي.

دی وایي:

“د امنيتي ځواکونو درې تنه غړي چې د زاول ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې په ګزمه بوخت وو، د وسله‌والو طالبانو د درېيو غړو له‌خوا چې چادري او د ښځو کالي يې په تن کړي وو، په يوه کمين کې ووژل شوي دي.”

د والي وياند وايي، د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې يو حمله کوونکى هم وژل شوى او پاتې نور يې له سيمې تښتېدلي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: