دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / هر کال سلګونه برېتانوي سرتيري د رواني ستونزو له امله له پوځ شړل کېږي

هر کال سلګونه برېتانوي سرتيري د رواني ستونزو له امله له پوځ شړل کېږي

هر کال سلګونه برېتانوي سرتيري د رواني ستونزو له امله له پوځ شړل کېږي. یوه برېتانوۍ ورځپاڼه د یوه خیریه بنسټ د راپور پر بنسټ لیکي، چې په بريتانوي پوځ کې ستونزې ډېرې شوې دي او هر کال ددغه پوځ سلګونه سرتيري له رواني ستونزو سره مخ کېږي. له اتلانو سره مرسته، په نامه یوه بنسټ ویلي، چې تېر کال هره ورځ یو سرتېری د رواني ستونزو له امله له برېتانوي پوځ ایستل شوی دی. په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې ۲۳۹ کسان د رواني ستونزو له امله له پوځ ایستل شوي وو، خو تېر کال دا شمېره ۴۷۳ کسانو ته رسېدلې ده. یاد بنسټ د برېتانیا پر حکومت نیوکه کوي چې له شړل شوو سرتېرو سره هېڅ راز مرسته نه کوي. په راپور کې راغلي، د برېتانیا پوځ په نړۍ کې پنځمه ستره بودجه لري، خو له خپلو دغو سرتېرو سره یې هېڅ راز مرستې نه دي کړې. په راپور کې راغلي چې همدا راتلونکې اونۍ به ۴۹ کسان د رواني ستونزو له امله له پوځ وایستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: