چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / هغه ترهګر چې پاکستان یې ملاتړ کوي افراطیت ته يې زور ورکړي

هغه ترهګر چې پاکستان یې ملاتړ کوي افراطیت ته يې زور ورکړي

په افغانستان کې د جګړو او تشدد کچه لوړه شوې ده. د جان آپکنز د پوهنتون د نړیوالو پالیسو مشر ډانیل اس مارکي وايي، په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپل فعالیتونه خونړي کړي دي. دده په خبره په افغانستان کې د تشدد کچه لوړه شوې ده او هغو ترهګرو ډلو خپلو جګړو ته زور ورکړی دی، چې پاکستان یې ملاتړ کوي. د ډانیل په خبره په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو دا لا نه ده څرګنده، چې دغه ډلې څه غواړي او د څه لپاره جګړه کوي. دده په خبره امریکا هڅه کوي، د مالي مرستو په کمولو او همدا راز د ځینو فشارونو له لارې پاکستان اړ کړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. هغه زیاته کړې ډیری امریکایي پالیسي جوړونکي په دې هڅه کې دي، څو پوه شي چې په افغانستان کې د پاکستان اصلي هدف څه دی، دده په خبره که پاکستان خپلې موخې امریکا ته ووايي ښايي دغه ستونزه حل شي. په همدې اړه تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر ویلي وو، پاکستان په افغانستان کې یوه موخه لري او هغه همدا دا چې پر اسلام اباد متکي حکومت دې په کابل کې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *