دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / ليکنې / هغه حربې چې د پاکستان استخبارتي اداره آیي ایس آیي ISI یې د ریښتیني مسلمانانو خلاف استعمالوي لیکنه : پشتون افغانزوی

هغه حربې چې د پاکستان استخبارتي اداره آیي ایس آیي ISI یې د ریښتیني مسلمانانو خلاف استعمالوي لیکنه : پشتون افغانزوی

د پاکستان توره شبکه (آیي ایس آیي) هغه ظالمه او وحشي اداره ده ، چې هر وخت د ظلمونو او وحشتونو له ټولو پولو تېر شویدي ، په خپلو ظلمونو کې نړیوال شهرت لرونکې دغه توره اداره د هیڅ قانون لحاظ نه دی ساتلی ټول قوانین یې پایمال کړیدي حتیٰ چې د انساني کرامت لحاظ یې هم نه دی ساتلی. د ظلمونو په همدې پاچاهۍ یې په خلکو وېره خپره کړېده ، او خپلې بدمعاشۍ او زورواکۍ ته یې دوام ورکړی دی.

هسې خو د دغې وحشي ادارې د ظلمونو مثالونه او د ظلم طریقې بیخي ډېرې دي ، زه هغه ټول دلته ذکر کول نه غواړم ، خو په عمومي توګه د دوی هغو حربو ته اشاره کوم چې د ریښتیني مؤمنو مسلمانانو خلاف یې یعنې د دوی د دښمنانو او مجاهدینو خلاف یې استعمالوي.

آیي ایس آیي د اسلام او مسلمانانو دښمنۍ کې عیناً د مکې د مشرکینو په طرز العمل باندې روان دي ، د مکې مشرکینو د رحمة اللعالمین پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت رد کړ ، او پیغمبر علیه السلام او د هغه ملګري صحابه یې له دعوت او اسلام نه منع کول شروع کړل ، هغوی چې منع نشو نو دوی د هغوی په تعذیب کولو شروع وکړه ، خو لنډه دا چې مسلمانان یې چې په یوې حربې هم له خپلې سپیڅلې لار څخه ونه ګرزول نو د مسلمانانو د بدنامولو لپاره یې هغوی پسې قسماقسم خبرې ،تهمتونه او درواغ ویل شروع کړل ، خو حق همیشه غالب وي او باطل همیشه ذلیل او ناکام وي ، مسلمانانو په اسلام ثابت شول ، صبر یې وکړ خپلو مبارزو ته یې دوام ورکړ نو الله تعالی هم په کفارو کامیاب کړل د دوی ملګري او لښکر یې ډېر کړ او خپل خصوصي نصرت یې ورسره ملګری کړ.

د پاکستان آیي ایس آیي هم د مکې د مشرکینو غوندې د مسلمانانو خلاف له عمومي دریو3 حربو څخه کار اخلي .

1ـ په اول قدم کې خو آيي ایس آیي کوشش کوي چې که په هره طریقه وي دښمن خپل دوست کړي او د ځان په فایدې یې د مسلمانانو خلاف استعمال کړي او له خپل کار (د دوی دښمني) نه یې منع کړي ، دوی په دې حربه کې خپل دښمن ته مختلف پېشکشونه کوي ، او د دښمن د کمزورۍ نه په استفادې هغوی خپلوي ، که څوک د پیسو او مال شوق کوي نو په پیسو یې اخلي که څوک د رتبې او جاه و جلال شوق لري نو دا شوق هم ورپوره کوي خو د آیي ایس آیي په امر به روان وي او د دوی لاسپوڅ او دوست به وي.

2 ـ که د یو سړی ایمان کمزوری وي او د آیي ایس آیي دشمني او د هغوی خلاف جهاد او مبارزه یې د الله جل جلاله د رضا لپاره نه وي نو د دوی د لومړنۍ حربې ښکار کیږي او د آیي ایس آیي منګولو ته غورزي.
خو که یو سړی په حقیقي معناو یو ریښتینی مسلمان او مؤمن وي ، او یو نه خرڅېدونکی مجاهد وي ، نو ظاهره خبره ده چې هغه به تورې تنبې ، زندانونه او مرګ به قبول کړي خو د دوی دغه ټول پېشکشونه به رد کړي .
نو آیي ایس آیي هم بیا دغسې حقیقي مسلمانانو سره کلکه دښمني کوي د هغوی د وژلو یا زنداني کولو کوشش کوي حتی د هغوی خپلوانو او عزیزانو ته هم د د ښمن په سترګو ګوري او د خپل مطلوب کس ته د درد ورکولو په خاطر د هغه خپلوانو او عزیزانو ته هم مختلف قسمه آذیتونه او شکنجې ورکوي .
خو د الله د لارې حقیقي مؤمنانو دا هر څه په ځان قبول کړي وي او له اولې ورځې څخه یې په ځان مرګ، زندان،هجرت ، د خپلو خپلوانو مرګونه او زنداني کېدل ، د خپلو املاکو او جایدادونو تباهي په ځان قبول کړي وي.

3 ـ کله چې آیي ایس آیي په خپلو اولو دوو حربو کې ناکام شي یعنې مقابل دشمن یې نه خو خرڅېدونکي وي او نه له دوی څخه ډارېدونکي وي نو آیي ایس آیي په دې باندې پوه شي چې دا خلک په یوې طریقې هم له منځه نه ځي نو بیا د مکې د مشرکینو په قدم تلونکې حربه په کار اچوي او له خپلې درېمې حربې څخه کار اخلي او د دوی درېمه حربه دا ده چې د خپلو دښمنانو د بدنامولو کوشش کوي په هغوی مختلف قسمه تورونه او تهمتونه لګوي تر څو که د دوی دښمن هر چېرته وي خو چې ملګري یې کم وي ، آیي ایس آیي په دې درېمې حربې کې له سرکاري ملایانو او علماء سوء څخه او د سرکاري تنظیمونو خلکو او له رسنیو او مطوبوعاتو څخه کار اخلي.تر څو د حقیقي مسلمانانو خلاف د عامو خلکو افکار او اذهان خراب کړي او دا رښتیني مسلمانان خلکو ته په ډېر غلط تعریف وروښایي.

نو مونږ ته پکار دي چې د آيي ایس آيي او په آيي ایس آيي د خرڅ شو کسانو په تبلیغاتو ونه غولیږو ، هر څوک چې د پاکستان د پوځ او حکومت او د آیي ایس آیي خلاف جنګیږي په رښتیني معناو مؤمنان او مجاهدین دي.
او د دوی په خلاف جنګېدونکو غازیانو ته هم په کار دي چې دوی د هیڅ شي پروا ونه کړي او د دوی خلاف جهاد او مبارزې ته دوام ورکړي .

#یادونه

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews.net@gmail.com

8 تبصرې

  1. Excellent post. I will be facing many of these issues
    as well..

  2. Keep this going please, great job!

  3. I like the valuable info you provide in your articles.
    I’ll bookmark your blog and check again here frequently.

    I’m quite sure I will learn many new stuff right here!
    Good luck for the next!

  4. constantly i used to read smaller articles or reviews that as well
    clear their motive, and that is also happening with this paragraph which I am reading here.

  5. This text is worth everyone’s attention. How can I find out
    more?

  6. Hi there, I discovered your site by the use of Google while looking for a related subject, your site came up, it appears great.

    I have bookmarked it in my google bookmarks.
    Hi there, simply turned into aware of your blog thru Google,
    and located that it is really informative. I’m gonna be careful for brussels.
    I’ll be grateful should you proceed this in future.

    A lot of folks will be benefited from your writing. Cheers!

  7. Hello, I think your site might be having browser compatibility issues.
    When I look at your website in Ie, it looks fine but when opening in Internet
    Explorer, it has some overlapping. I just wanted to give you a quick heads up!
    Other then that, great blog! y2yxvvfw cheap flights

  8. Great website. A lot of useful information here. I’m sending
    it to some pals ans additionally sharing in delicious.
    And naturally, thank you in your sweat!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: