دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند:د عبدالجبار قهرمان د وژنې په تړاو کسان نیول شوي دي

هلمند:د عبدالجبار قهرمان د وژنې په تړاو کسان نیول شوي دي

په هلمند کې یو شمېر کسان د ولسي جرګې د کاندید عبدالجبار قهرمان د قتل په تور نیول شوي دي.

په لښکرګاه کې پرون د عبدالجبار قهرمان د دفتر دننه چاودنه وشوه چې په دې پېښه کې د قهرمان په ګډون څلور تنه ووژل شول.

د دې چاودنې مسوولیت طالبانو منلی دی.

د پیښې په ارتباط د مشکوکو کسانو د نیولو په اړه د هلمند د ولایت د مقام د رسنیو د برخې یوه مسوول زاهد اتل ازادي راډیو ته وویل:

« د دې قضیې په تړاو د قهرمان صاحب د دفتر ځیني مشکوک کسان نیول شوې دي چې هغوی د کشفي ادارو تر تحقیق لاندې دي او چې کله څه نتیجه ترلاسه شوه له رسنیو سره به یې شریکه کړو»

تیره اونۍ په هلمند کې بل کاندید صالح محمد اڅکزی په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *