دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند ولایت کې ځان وژونکی برید شوی

هلمند ولایت کې ځان وژونکی برید شوی

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، دغه ځانمرګی برید د نادعلي په شاول سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو شوی دی.

ځواک یې د دقیقو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، برید د درېیمې لوا پر اول کنډک د موټر په واسطه شوی دی چې دوه د ملي اردو سرتېري یې وژلي او څلور نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخېستي.

په نادعلي کې دم ګړۍ عملیات روان دي چې ویل کېږي افغان ځواکونو په کې ښه پرمختګ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: