جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند کې د بې پلوټه الوتکې برید، او د قاري یوسف احمدي غبرګون

هلمند کې د بې پلوټه الوتکې برید، او د قاري یوسف احمدي غبرګون

امريکايي ځواکونه وايي چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د مشرانو د قوماندانۍ يو مرکز په نښه کړى دى. د هېواد په سوېل لوېديځ کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د موسى کلا په دغه مرکز کې د طالبانو مشران او مهم قوماندانان مېشت وو او د بريدونو پلانونه يې جوړول. خو سرچينې دا نه دي ويلي چې په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده. په سوېل لوېديځ کې د امريکايي ځواکونو د کاري ځواک قوماندان بريد جنرال بېنجامين واټسون ويلي، چې دې هوايي بريد څخه ددوى موخه داوه چې پر افغان همکارانو د طالبانو د بريدونو مخنيوى وشي. هغه زياته کړې، دې هوايي بريد سره د طالبانو عملياتي پلانونه له زيان سره مخ شوي، بلکې افغان ځواکونو ته د پرمختګ زمينه هم برابره شوې ده. د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي، چې په دې برید کې د ملکیانو دوه کورونه په نښه شوي او په خبره یې ملګرو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: