شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند کې د طالبانو له یوه زندانه ۶۱ ملکي کسان خوشې شول

هلمند کې د طالبانو له یوه زندانه ۶۱ ملکي کسان خوشې شول

د افغان پوځ کومانډو ځواکونو هلمند ولایت په کجکي ولسوالی کې د طالبانو له یوه زندانه ۶۱ ملکي کسان خشې کړي.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې تېره شپه افغان کوماندو ځواکونو د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ ده بابا کاريز سيمه کې ۶۱ تنه ملکي کسان ديو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو له زندان څخه آزاد کړي دي. چې ټول زندانیان ۲۱۵ میوند قول اردو ته انتقال شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په يادو زندانیانو کې چې عمر خوړلي سپين ږري او ماشومان هم شامل دي وایي: وسله والو طالبانو ورسره سخت ظلم کاوه او هم يې ډول ډول شکنجې ورکولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *