پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند کې طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هلمند کې طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې په دوو جلا امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نادعلي د ټولنيزې شورا يوه غړي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې تېر ماښام د کوفکي په سيمه کې د لمانځه پر مهال پر يوه جومات هوايي بريد شوی دی. سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې ٢٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تر لسو ډېر په کې ملکي وګړي وژل شوي او ځيني نور ټپيان دي. د ټولنيزې شورا ياد غړي وويل چې په دې سيمه کې طالبانو تلاشي کوله، خو کله چې ټول په لمانځه ودرېدل، هوايي بريد وشو چې د ملکيانو تر څنګ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د والي وياند عمر ځواک بیا وايي، دغه بريد د طالبانو پر يوه ګروپ شوی چې يوازې اووه طالبان وژل شوي دي. هغه د ملکي خلکو وژنه رد کړه. طالبانو بیا په یاد برید کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړي او ویلي یې دي، چې برید کې یواځې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *