چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند کې موټر بم برید ۴۵کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

هلمند کې موټر بم برید ۴۵کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن ماښام شاوخوا ۰۶:۳۰ دقیقې د هلمند ولایت مرکز لښکرګا ښار کې موټر بم برید شوی دی. د یاد ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي، چې په برید کې لس تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. هغه ونه ویل چې د بریدګر موخه څه وه، خو په خبره یې وژل شوي او ټپیان ټول عام وګړي دي. په ورته وخت کې د هلمند د عامي روغتیا ریاست چارواکي بیا وایي، چې له شوې پیښې نه د یاد ولایت ملکي روغتون ته لس مړي او ۴۱ ټپیان وروړل شوي، چې ټول یې عام وګړي دي. د یاد برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: