دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / هلمند کې ټپی شوی عسکر سختو ټپونو له امله وژل شوی

هلمند کې ټپی شوی عسکر سختو ټپونو له امله وژل شوی

په افغانستان کې یو ټپي شوی امریکايي عسکر د سختو ټپونو له امله وژل شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت وايي، ریمونډ رېرګل د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړی و، چې د افغانستان په لودیځ ولایت هلمند کې په یوه چاودنه کې ټپي شو. هغه تر سختو ټپونو وروسته پرون سا ورکړې ده. دا په روان کال کې پنځم امریکایي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکايي عسکر د جګړو له ډګرونو خپلو اډو ته ستانه شول، ددغو ځواکونو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی دی. سره له دې چې دوی په افغانستان کې جګړه پيل کړې ده، خو اوس د جګړې له لیکو په شا شوي دي او د جګړې ټوله قرباني د افغان ځواکونو په اوږدو ده. نیویارک ټایمز تېره ورځ ویلي وو، چې یوازې په ۷۲ ساعتونو کې په څو ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۰۰ افغان سرتيري وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *