چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

هلمند کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

ناوه ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماین چاودنې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې. د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار د ناوې ولسوالۍ د فضل الدین څلور لارې کې د ملکي وګړو پر لوکسل موټر شوې چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. له هلمند ولایته د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، یاده پېښه د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده. که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو خبرپاڼه کاږي، وسلوال مخالفین تل په داسي سیمو کي ماینونه ښخوي چي د عامو خلکو عمومي لارې او کورونه وي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یوناما په خپل خپاره کړي راپور کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتنه کړې چې د ملکیانو د ژوند خوندیتابه ته دې جدي پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *