جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هندد خپل وژل شوو عسکرو غچ د پاکستان نه اخلي

هندد خپل وژل شوو عسکرو غچ د پاکستان نه اخلي

هند وايي پاکستان به پر هندي پوځيانو د وروستي برید بیه پرې کړي. پرون د هندي کشمير په جمو ښار کې د هندي سرتېرو پر یوه پوسته وسله والو برید وکړ، چې پنځه کسه پکې ووژل شول. د هند ددفاع وزیر وروسته دې ښار ته راغی او هلته یې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان به ددغه برید بیه پرېکړي. د نیرمالا سیتهارامن په خبره همدا چې موقع راغله له پاکستان به ددغه کار غچ اخلي. نوموړي زیاته کړې چې پاکستان همدا راز له ځينو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دوی په سیمه کې نارامي جوړه کړې ده. د هند ددفاع وزیر وايي له دې وروسته هر څوک چې له پاکستاني لوري پر هند پوځيانو برید کوي دوی یې تعقیبوي او د پاکستان خاورې ته پسې داخلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: