جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هندعام خلک ندئ وژلي۱۳۸ پاکستاني پوځیان يي وژلي

هندعام خلک ندئ وژلي۱۳۸ پاکستاني پوځیان يي وژلي

هندعام خلک ندي وژلي۱۳۸ پاکستاني پوځیان يي وژلي

ټایمز اف انډيا رسنۍ د هندي استخباراتي چارواکو له خولې لیکلي، چې پاکستان زیاتره وخت خپل وژل شوي پوځیان نه یادوي او داسې ښايي چې ګنې عام خلک وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې په دغه موده کې اویا هندي پوځيان ټپيان شوي هم دي؛ خو د پاکستاني پوځ د ټپيانو د شمېر په اړه يې مالومات ور نه کړل.

چارواکو د بېلګې په ډول ویلي چې د تېرې ډېسمبر میاشتې په ۲۵ مه پنځه هندي پوځیان د پاکستان ولکې لاندې کشمیر ته ننوتل او درې پاکستاني پوځیان يې ووژل. پاکستاني پوځ په خپل ټوېټر حساب د درې پوځیانو وژل تایید کړل؛ خو وروسته يې خپل ټويټ لرې او دوه ورځې وروسته پاکستاني پوځ د پوځیانو وژل هم رد کړل.

هند او پاکستان د کشمیر پر سر د پاکستان له جوړېدو راهیسې لانجه لري. تر اوسه د دوی تر منځ دوه لوی جنګونه شوي دي. وخت نا وخت د کشمیر په کنترولېدونکې کرښه دواړه لوري په یوه بل ډزې کوي چې مرګ-ژوبله هم ترې رامنځته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: