دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / هندوانو داسرایلو لومړی وزیر نتنیاهو په لاریونوسره بدرګه کړو

هندوانو داسرایلو لومړی وزیر نتنیاهو په لاریونوسره بدرګه کړو

د اسرائيلو لومړی وزير په شپږ ورځني رسمي سفر هند ته تللی او ټاکل شوې چې په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ د توليد او دفاعي همکاريو پر پراختيا خبرې اترې وکړي.
اسوشټېډ پرېس خبري اژانس ويلي، چې نتنياهو به نن له خپل هندي سيال نرېندرا مودي او د هند له ولسمشر رامناټ ګووېنډ سره وګوري.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ټاکل شوې نوی ډيلی او تل ابيب د سايبري امنيت، انرژۍ، سوداګرۍ اوسينما په برخو کې د همکاريو تړونونه هم لاسليک کړي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ډيلي ته د بنيامين نتنياهو د سفر په ترڅ کې به د ټکنالوژۍ، اوبو او کرنې په برخو کې د هغو هوکړو په اړه هم خبرې اترې وشي چې تېر کال تل ابيب ته د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو له لوري لاسليک شوې وې.
په نوي ډيلي کې د هند سفير ډانيل کارمن ويلي، د هند او اسرائيلو اړیکې تلپاتې دي او د ځينو ستونزو له شتون سره سره به دوام کوي:
«د هند او اسرائيلو اړيکې څو اړخيزې دي. دا پياوړې اړيکې دي چې دواړو لوريو ته اهميت لري. له لومړي وزير نتنياهو سره ۱۳۰ سوداګر هم هند ته راغلي چې له هندي سوداګرو سره تړونونه لاسليک کړي».
نوي ډيلي ته د اسرائيلو د لومړي وزير سفر په داسې حال کې دی چې زرګونو هندي مسلمانانو د هغه په مخالفت کې لاريونونه کړي دي.
لاريونوالو د نتنياهو څېرو ته اور ورته کړی او هند ته يې د نتنياهو له ورتګ سره د مخالفت غږ پورته کړی دی.
په راپورونو کې ويل شوي چې د نتنياهو خلاف لاريونونه د هند په نږدې ۱۰۰۰ مسلمان مېشتو کليو کې شوي دي.
هندي مسلمانان له دې کبله هند ته د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د ورتګ مخالفت کوي چې دغه هېواد د فلسطين لويه برخه ځمکه غصب کړې او د تېر کال په وروستيو کې خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اشغال شوی بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د ۱۲۸ مثبتو او ۹ مخالفو رايو په کارولو سره د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس له په رسميت پېژندو سره مخالفت وکړ.
هند د هغو هېوادونو په ډله کې و، چې د اسرائيلو په خلاف يې رايه کارولې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: