سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هندي رسنۍ: د داعش ډلې څلور هندي غړي په افغانستان کې وژل شوي دي

هندي رسنۍ: د داعش ډلې څلور هندي غړي په افغانستان کې وژل شوي دي

دغه کسان د هندوستان د دکیراله ایالت اوسېدونکي وو چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو پر مهال وژل شوي دي

کابل – د انډین ایکسرپریس په نوم یوې هندي رسنۍ راپور خپور کړی چې د داعش ډلې څلور هندي جنګیالي په افغانستان کې وژل شوي دي.

د خپرو شویو راپورنو له مخې، د داعش وسله والې ډلې دغه څلور هندي غړي په افغانستان کې د هوایي بمبار پر مهال وژل شوي دي.

هندي رسنیو د پېښې کره ځای او کره نېټه نه ده څرګنده کړې. د انډین ایکسپریس په نامه یوې رسنۍ خبر ورکړی، چې دغه کسان د هندوستان دکیراله ایالت اوسیدونکي او څه موده مخکې نادرکه شوي وو. د کیراله ښار پولیسو ویلي، چې دوی هم له خپلو سرچینو په دې اړه معلومات ترلاسه کړي، خو تراوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. سرچینې زیاته کړې، د دې ښار یوه کورنۍ چې خاوند، ښځه او یوماشوم وو، په افغانستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي وو. خو راپورونه وایي، چې دغه کورنۍ له یوه بل هندي وګړي سره په دې وروستیو کې په افغانستان کې د هوایي بمبار پر مهال وژل شوي دي.

بلخوا تازه د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ په هوایي عملیاتو کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نور ازبکستاني نیول شوي دي.

د یادولو ده چې د جوزجان په درزآب او قوش تپه ولسوالیو کې له دوه میاشتو را په دې خوا د افغان او نړیوالو ځواکونو هوایي بریدونه روان ساتل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: