پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / هندي ځواکونو دوه پاکستاني عسکر وژلي دي

هندي ځواکونو دوه پاکستاني عسکر وژلي دي

د پاکستان ولکې لاندې کشمير کې هندي ځواکونو دوه پاکستاني عسکر وژلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه پرون شوې ده او تر ډزو وروسته پاکستاني عسکرو هم پر هندي ځواکونو برید کړی دی. د پاکستان د ځوابي برید له امله د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. چارواکو ویلي تر پېښې وروسته یې په اسلام اباد کې د هند د سفارت یو استازی احضار کړی دی او د پېښې په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي. پاکستان وايي پر پاکستاني عسکرو د هندي ځواکونو بریدونه د ۲۰۰۳ کال له هوکړې سرغړونه ده. هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *