چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هندي ځواکونو د کشمیر په پوله پاکستاني عسکر وژلي

هندي ځواکونو د کشمیر په پوله پاکستاني عسکر وژلي

د هند او پاکستان  په پوله کې په کشمیر کې  د کنټرول په کرښه کې  د هندي ځواکونو د برید له امله  ۴ تنه پاکستاني سرتیرو ژوند  دلاسه ورکړ.

د پاکستان  پوځ ویلي دي چې هندي ځواکونو  یو ځل بیا  د اوربند  نه د سرغړونې سره ددوې په پوستو  برید وکړ چې په پایله کې  ۴ تنو سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړ.

پاکستان پوځ ویلي دي چې د هندي ځواکونو د برید نه سمدلاسه وروسته  ددوې ځواکونو ځوابي بریدونه کړي چې په پایله کې ۳ تنه  هندي سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ  د رسنیو دفتر ویلي دي چې  هندي ځواکونو پداسې حال کې  ددوې پر سرتیرو  برید کړی دی چې مواصلاتي لارې په جوړولو  مصروف  وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: