یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هندي ځواکونو پر پاکستاني ځواکونه برید کړی

هندي ځواکونو پر پاکستاني ځواکونه برید کړی

د هند او پاکستان په پوله کې د کنټرول په کرښه کې هندي ځواکونو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو ډزې وکړې چې په پایله کې دوه تنه پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې هندي ځواکونو د کنټرول په کرښه کې د بهمبهر سیکټر په سیمه کې په پاکستاني ځواکونو برید وکړ.

په برید کې دوه تنه پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پاکستاني ځواکونو د هندي ځواکونو د برید نه وروسته سمدلاسه په متقابلو بریدونو لاس پورې او د هندي ځواکونو په پوستو يي ډزې کړي

د پاکستان تر کنټرول لاندې د آزاد کشمیر لومړي وزیر فاروق حیدر د هندي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: