پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / هند افغانستان سره د وسلو په برخه کې مرسته کوي

هند افغانستان سره د وسلو په برخه کې مرسته کوي

د هندي رسنیو د راپور له مخې هند غواړي له افغان پوځ سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه، د ډول ډول وسلو مرسته وکړي. د هند په دفاع وزارت کې سرچینو هندي رسنیو ته ویلي، چې ښايي د لومړي ځل لپاره ټانکونه او ځینې توغندي هم د هندي حکومت له لوري افغان پوځ ته ورکړل شي. سرچینه زیاتوي، هندي چارواکو افغان حکومت ته ویلي، چې د خپلو ځينو اړتیاوو لېست ورته وسپاري. د راپورونو له مخې هند غواړي د افغان پوځ په تجهیز سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ددغه هېواد مرسته وکړي. یوې سرچینې ویلي، هند هڅه کوي پر نوو او پرمختللو وسلو افغان پوځ سمبال کړي او په دې توګه به دوی وکړی شي چې د خپل هېواد د ساتنې ترڅنګ په سیمه کې د ترهګرۍ د پراختیا مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *