پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / هند افغانستان کې د ثبات لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي

هند افغانستان کې د ثبات لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي

هند وايي د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د افغانستان د ملي دفاع له وزیر طارق شا بهرامي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې هند به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. نوموړې همدا راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو زړورتیا ستایلې ده او په وینا یې افغانان به له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې بریالي راوځي. طارق شا بهرامي هم په دې لیدنه کې له سوراج غوښتي چې هند د افغانستان په امنیت، ثبات او پرمختګ کې تر دې هم پياوړی رول ادا کړي. د بهرامي په خبره هند کولی شي د ترهګرۍ په خمتولو او پرمختګ کې د افغانستان لپاره ښه ملګری وي. سوارج ویلي چې هند د تېرو مرستو په دوام د افغانستان-هند د اړیکو د لا پراختیا او قوت لپاره پخپلو مرستو کې ډېروالی راولي او د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي دي. نوموړې هیله څرګنده کړې، چې افغانان به د یوه امن، با ثباته، متحد او پرمختللي هېواد شاهدان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *