پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هند افغان ځواکونو سره مرستي لا نوري پسي زیاتوي

هند افغان ځواکونو سره مرستي لا نوري پسي زیاتوي

هندوستان ژمنه کړې چې د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره به مرستې لا پراخې کړي. دغه څرګندونې د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويجي ګوکلي د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دي. د ملي امنيت شورا څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او هندوستان پر سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړې. سرچينې زياته کړې، همدارنګه په دې ليدنه کې له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هندوستانو د حکومت د همکاریو پر څرنګوالي او پراختیا خبرې وشوې. ويجې ګوکلي د هندوستان د حکومت په استازیتوب افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د کابل پروسې له پرېکړو څخه به کلک ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل، هند چمتو دی چې د یو شمېر ځانګړو زیربنايي پروژو د تطبیق لپاره د بسپنې په برخه کې هم همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: