سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هند به افغانستان ته څلورجنګي هېلي کاپټرې ورکړي

هند به افغانستان ته څلورجنګي هېلي کاپټرې ورکړي

هند افغانستان ته په داسې حال کې څلور جنګي هېلي کاپټرې اېم ايي ـ۲۴ ورکوي چې افغانستان په هېواد کښې د پسرلنۍ جګړې تيارۍ کوي.

په هند کې د افغانستان سفير شېدا ابدالي د هندوستان ټائمز ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه خبره کړې ده چې “دا د درېو هېوادونو افغانستان، بېلاروس او هند ترمنځه د روانې مياشتې په پېل کې د اېم آئي ۲۴ هېلي کاپټرو بيا رغولو تړون شوی ؤ”.

نوموړي ويلي دوي په ورستيو کې د دې درې اړخيزه تړون کولو جوګه شوي او هند به د دغو څلورو اېم ايي ۲۴ هېلي کاپټرو پېسې ورکوي، او دغه هېلي کاپټرې به په راروانو څو مياشتو کې افغانستان ته وسپارل شي.

هند له دې وړاندې هم په کال ۲۰۱۵م او ۱۶م کې افغانستان ته څلور نورې دغه ډوله هېلي کاپټرې ورکړې وې.

ښاغلي ابدالي ويلي افغانستان سره به په راتلونکي وخت کې دغه هېلي کاپټرې تيارې وي چې په کار يې راولي.

نوموړي ويلي د روس دغه جوړې هېلي کاپټرې چې وړاندې افغانستان ته ورکړی شوې وې ځینې پکې د خرابېدو وروستو ودرول شوي خو هند پلان لري چې دغه هيلي کاپټرې ورله بيا جوړې کړي او د افغانستان هوايي ځواک يې وکاروي.

په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو په کال ۲۰۱۴م کې جګړه ييز ماموريتونه پرېښودي او د افغانستان د امنيت واګې يې د دغه هېواد خپلو ځواکونو ته سپارلې وې.

افغان چارواکي وايي د نړيوالو ځواکونو د جګړه ييزو ماموريتونو وروستو خپل ځمکني او هوايي ځواکونه يې د دې توان لري چې د مخالفه وسله والو مخه ونيسي او دوي لا پسې نور هم پياوړي کيږي.

د افغان هوايي ځواک پياوړي کولو په لړ له دې وړاندې امريکا هم دغه هېواد ته بلک هاک الوتکې ورکړي او ويل شوي وو چې افغان ځواکونو ته به په راتلونکو کلونو کې هم نورې دغه ډوله الوتکې ورکړي.

افغان ځواکونو ته د نړيوالو او امريکايي ځواکونو مرسته اوس هم ترلاسه ده خو نړيوال او امريکايي ځواکونه زیاتره دوي ته سلا مشورې ورکوي او روزنه يې کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: