چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / پاکستان / هند خپلو ځواکونوته امر کړي د پاکستان د ډز په مقابل کې درېغ ونکړئ

هند خپلو ځواکونوته امر کړي د پاکستان د ډز په مقابل کې درېغ ونکړئ

د هند د کورنيو چارو وزیر هندي پوځ ته ويلي که د پاکستان پوځ درباندې یو ډز کيږي تاسو پرې په ځواب کې بې شمېره ډزې کوئ.

هندي وزیر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان نن د دوشنبې، ګل په ورځ کشمیر سره د يو والي ورځ نمانځي.

د هند د کورنيو چارو وزير راجنات سنګهـ د شنبې، خالي په ورځ اګرتله کې انتخابي لاريون ته په وېنا کې ويلي، “ما خپلو پوځونو ته حکم کړی که د پاکستان ځواکونو زمونږ په خاوره يو ډز وکړو په ځواب کې پرې بې شمېره ډزې وکړئ”.

د هندي رسنيو ترمخه د بهارتي جنتا پارټۍ (بی جی پي) مشر مقبوضه کشمير کې د روانو حالاتو تور په پاکستان لګولی او ويلي يې دي هند په “پاکستان لمړی بريد نه کوي”.

هغه ويلي، ” مونږ د ګاونډيانو سره په امن پاتې کېدل غواړو خو د بده مرغه پاکستان په جمو وکشمير کې اړی ګړی جوړوي او پوځ يې پرله پسې زمونږ په ځواکونو بريدونه کوي”.

پاکستان نن پينځمه فروري د کشميريانو سره د يو والي ورځ نمانځي، کشميريان د ۱۹۴۷ راهسې هڅه کوي چې ازادي ترلاسه کړي، خو د پاکستان او هند د بيلېدو راهسې دغه سيمه لانجمه پاتې شوې ده.

کشمیريان دريځ لري د ملګرو ملتونو د قرارداد ترمخه دې دوي ته د ازادۍ حق ورکړی شي.

پاکستان د کشمیر د ورځې په مناسبت نن عامه چهټي اعلان کړې ده.

د پاکستان او هند د کشمير په وېشونکې پوله (لاين اف کنټرول او ورکنګ باونډرۍ) باندې د کلونو راهسې وخت په وخت په يو بل د ډزو لړۍ دوام لري.

دواړه ګاونډي هېوادونه په يو بل د ډزو او بريدونو د پېل تورونه لګوي.

دواړو هېوادونو په کال ۲۰۰۳م کې د اوربند تړون کړی خو د اوربند باوجود په پوله د پرتو ځواکونو په يو بل ډزې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: