پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / هند د پاکستان سره په ګډه پوله جګړیز تمرینات پیل کړي دي

هند د پاکستان سره په ګډه پوله جګړیز تمرینات پیل کړي دي

د هند پوځ د پاکستان سرحد سره جوخت پوځي تمرينات پيل کړي دي، ويل کېږي چې ٣٢ کاله وروسته په لومړي ځل په دومره لويه کچه د هند او پاکستان پر پوله د هند پوځ دا تمرينات ترسره کړي دي.

د هند رسنيو د راپورونو تر مخه، هند د پاکستان سرحد سره نږدې لوى جنګي تمرينات ترسره کړي دي، په درې ورځو کې په دې تمريناتو کې جنګي الوتکو پنځه زره الوتنې کړي، په تمريناتو کې ١١٥٠ فايټرز، ايرکرافټس، الوتکو، ډرون، ايرډيفنس ميزايل برخه اخيستې ده، دا د ٨٧-١٩٨٦ نه وروسته په لومړي ځل په دومره لويه کچه تمرينات ترسره شول.

د هند د هوايي ځواک مشر بريندر سنګ دهنوا ويلي دي، چې دا جنګي تمرينات د کوم هېواد پر ضد نه دي شوي، خو موږ خپله وړتياوې ګورو، چې موږ د جنګ پر وخت څه کولاى شو.

ياده دې وي چې په سيمه کې پاکستان هغه هېواد دى، چې ټولو ګاونډيانو سره يې دښمني ده او د خپلو ګاونډي هېوادونو لپاره په خپل هېواد کې ترهګر روزي. همدا راز د پاکستان له جوړېدو سره د هند او پاکستان دښمني پيل شوې ده، چې په ١٩٧١ کې د هند او پاکستان پر جنګ کې بنګله دېش له پاکستان څخه بيل او يو نوى هېواد جوړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *