چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هند: د پاکستان له خاورې دې په افغانستان کې دترهګرو روان ملاتړ ودرول شي

هند: د پاکستان له خاورې دې په افغانستان کې دترهګرو روان ملاتړ ودرول شي

د پاکستان له خاورې دې په افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ ودرول شي. هند وايي د تاشکند په غونډه کې به په ښکاره توګه له ټولو ګډون کوونکو هېوادونو وغواړي چې په افغانستان کې دې د پاکستان له خاورې د ترهګرو روان ملاتړ ته د پای ټکی کېښودل شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی ام جي اکبر به په دغه غونډه کې د هند استازیتوب کوي. نوموړي ویلي په دغه غونډه کې همدا راز غواړي د افغانستان د سولې له پروسې د هند ملاتړ څرګند کړي. د اکبر په خبره هند د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو سره همکارۍ ته تیار دی. د تاشکند په غونډه کې به هند په افغانستان کې د خپلو رغنیزو پروژو پر دوام او له افغانستان سره په بېلو برخو کې د لا ډېرو مرستو ژمنه هم وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: