جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / هند له مسکو مرسته غواړې چې تښتول شوي انجینران یي پیدا کړي

هند له مسکو مرسته غواړې چې تښتول شوي انجینران یي پیدا کړي

هند په افغانستان کې د خپلو تښتول شوو انجنیرانو د خلاصون لپاره له مسکو مرسته غوښتې ده. د هندي رسنیو د راپور له مخې هند پتېلې چې روسیه پر طالبانو نفوذ لري نو له همدې نفوذ په استفادې کولی شي دغه هندي انجنیران خوشي کړي. په هند کې ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، هندي چارواکو د افغانستان په بغلان کې د خپلو شپږو تښتول شوو انجنیرانو د خلاصون لپاره له مسکو څخه مرسته غوښتې ده. سرچینه زیاتوي، هندي چارواکي وايي چې روسیه په افغانستان کې له طالبانو سره تماسونه لري، پر دوی نفوذ لري او له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په نظر کې نیولو سره ښايي دغه هېواد د هندي انجنیرانو په خوشي کولو کې مهم رول ادا کړي. نوی ډهلي ټینګار کوي، چې په دې برخه کې به د روسیې رول ګټور وي. هندي چارواکو داسې مهال دغه اقدام کړی، چې تر دې وړاندې څو ځله له افغان چارواکو سره هم ددغه انجنیرانو د خوشي کولو پر سر خبرې کړې وې. د بغلان والي تېره اونۍ ویلي وو، چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب یې ددغه انجنیرانو د خوشي کولو هڅه پيل کړې ده. والي ویلي، چې انجنیران جوړ دي او وسله والو طالبانو برمته کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: