دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / بين المللي / هند وايي ترهګر د افغانستان له پولو بهر تنظیميږي او بیا په افغانستان کې جګړه کوي

هند وايي ترهګر د افغانستان له پولو بهر تنظیميږي او بیا په افغانستان کې جګړه کوي

هند وايي ترهګر د افغانستان له پولو بهر تنظیميږي او بیا په افغانستان کې جګړه کوي. د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې هندي استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې کړې دي. هندي ديپلوماتانو ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شي، له پولې هاخوا د ورتلونکو ترهګرو مخه ونیول شي او طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې له وړاندیز ملاتړ وشي. د هند په باور ترهګر په افغانستان کې مرکزونه نه لري، بلکې له بهر دغه هېواد ته ور اوړي او هلته ورانکاري فعالیتونه کوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوی ډهلي د افغانستان د سولې له وړاندیز هرکلی کوي او هغه د ټولې سیمې په ګټه بولي. د سرچینې په وینا افغانستان د هند لپاره ښه ملګری دی نو هند د تل په څېر ددغه هېواد په بیا رغونه او پرمختګ کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د تماس ډلې غونډه په چین کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه جوړه شوې وه. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په دغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: