پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هند وایي افغانستان خاوره د اسیا زړه دی باید روغه وساتل شي

هند وایي افغانستان خاوره د اسیا زړه دی باید روغه وساتل شي

په بهرنیو چارو کې د هند د حکومت وزیر نن د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، پخوانیو رښتیا ویلي، چې افغانستان د اسیا زړه دی. د ام جي اکبر په خبره اوس ددې وخت دی چې د اسیا زړه وژغورل شي او سالم وساتل شي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې که په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات وي نو د ټولې اسیا لپاره مهم دی، ځکه دغه هېواد د اسیايي هېوادونو ترمنځ د پل حیثیت لري او د انرژۍ د انتقال لپاره خوار مهم دی. اکبر د خپلو خبرو په دوام وویل، چې هند او افغانستان تاریخي اړیکي لري او دغه اړیکې به د هېچا له امله زیانمنې نشي. نوموړي ټینګار کړی، چې هند له افغانستان سره د بیا رغونې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې ولاړ دی او افغانان د هند لپاره مهم دي. هندي چارواکي همدا راز وویل، چې افغانستان په وچه کې حصار هېواد دی، خو نړیوال قوانین او نړیوال باید دغه هېواد ته دا حق ورکړي چې سترو سمندرونو ته لاسرسی ولري او خپل اقتصاد قوي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: