سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / هند په افغانستان کې د امریکا له نظامي ماموریت سره مرسته کوي

هند په افغانستان کې د امریکا له نظامي ماموریت سره مرسته کوي

د رسنیو د راپورونو له مخې سپینې ماڼۍ ویلي، هند تیار دی، چې له امریکا سره د هوايي چلند او لېږ رالېږد په برخه کې مرسته وکړي. د سپينې ماڼۍ یوې ویاندې ډانا وایټ ویلي، هند په سیمه کې د امریکا ښه ملګر دی او له دې وروسته به هم په جنوبي اسیا کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې هند له امریکا سره مرستې وکړي. ویاندې ویلي چې هند لا هم د افغانستان په بیا رغونه کې مرسته کوي او ډېرې مهمې پروژې یې په افغانستان کې پلې کړې دي. د ویاندې په خبره هند به په راتلونکې کې هم په افغانستان کې د بیا رغونې په برخه خپلې مرستې جاري ساتي. ډانا وایټ د پاکستان په اړه هم ویلي، چې دغه هېواد باید له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او په سیمه کې د جګړې پر ځای د سولې او مذاکراتو لپاره کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: