چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / هند په نړۍ کې د وسلو ستر وارېدوونکی هېواد دی

هند په نړۍ کې د وسلو ستر وارېدوونکی هېواد دی

د سولې د نړیوالې سولې د څېړنې مرکز په خپل یوه راپور کې ویلي چې هند د نړۍ د وسلو ۱۲ سلنه سوداګري ځان ته ځانګړې کړې ده. په راپور کې راغلي، چې روسیه پر هند د وسلو د پلور ستر هېواد دی. د راپور له مخې روسیه د هند ۶۷ سلنه او امریکا یې ۱۵ سلنه تسلیحاتي اړتیاوې پوره کوي. سعودي عربستان، چین، امارات، استرالیا، الجزایر، عراق او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د وسله د وارېدوونکو هېوادونو په لېست کې تر هند وروسته ولاړ دي. راپور وايي چې امریکا په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې په جنوبي اسیا کې د چین د نفوذ د پراختیا مخه ونیسي، نو له همدې امله یې له هند سره همکاري ډېره کړې ده. د راپور له مخې په وروستۍ لسیزه کې امریکا پر هند د پنځلسو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې دي. په ورته وخت کې د هند ددفاع وزارت ویلي، هند هڅه کوي خپل تسلیحاتي تولیدات لا پیاوړي او قوي کړي، څو په دې توګه وکړی شي د ډېرو وسلو د پېر مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: