چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / پاکستان / هند کې افغان سفیر: نړۍ باید نور د پاکستان پر وړاندې خاموشه پاتې نه شي

هند کې افغان سفیر: نړۍ باید نور د پاکستان پر وړاندې خاموشه پاتې نه شي

په هند کې د افغانستان سفیر له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د داعش جنګیالي د کرښې له هغې غاړې افغانستان ته راځي او دلته پر افغانانو باندې بریدونه کوي. هغه په جلال اباد کې پرونۍ پېښې ته په اشارې چې د سک لږکیو په ګډون یې ۱۹ کسان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل، وویل، افغانستان تر برید لاندې دی او په دې هېواد کې جنګېدونکي ټول جنګیالي په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او دلته ټول بریدونه په پاکستان کې تنظیمېږي. هغه زیاته کړې، په افغانستان کې پر سک لږکیو برید د هند او افغانستان پر اړیکو برید دی، خو دښمن دې پوه وي چې په دې ډول بریدونو سره د افغانستان او دوست هېواد هند اړیکې نه شي زیانمنولی. ابدالي ټینګار وکړ، چې د افغانستان ګاونډی پاکستان له ډېره وخته راهیسې د افغانستان په ورانولو کې لاس لري او نور یې باید نړۍ پر وړاندې خاموشه پاتې نه شي. دا په داسې حال کې ده چې د هند لومړي وزیر هم په افغانستان کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده او زیاته یې کړه چې هېواد یې له افغانستان سره هر راز مرستو ته چمتو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: