دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / واشنګټن ایکزماینر: د افغانستان جګړه د پمپیو پر مېز تر ټولو ستره پرته ستونزه ده

واشنګټن ایکزماینر: د افغانستان جګړه د پمپیو پر مېز تر ټولو ستره پرته ستونزه ده

واشنګټن ایکزماینر:
د افغانستان جګړه د پمپیو پر مېز تر ټولو ستره پرته ستونزه ده

افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر په کارونو کې تر ټولو ستره ستونزه ده. واشنګټن ایکزماینر په خپل یوه مطلب کې لیکي، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ریکس ټېلرسن بریالی نه شو، چې ددفاع له وزیر سره د افغانستان په برخه کې همغږي ولري. سرچینه کاږي، متیس د افغانستان په اړه پوره معلومات لري، نظامي اوضاع په هر اړخیزه توګه څاري، په دې بریالی کېدای شي چې جګړه مدیریت کړي، خو د سیاسي فعالیتونو د مخ ته بېولو لپاره تر څنګ وړ کس نه لري. د سرچینې په وینا د بهرنیو چارو وزارت یوه دنده دا ده، چې په افغانستان کې د سیاسي مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي او له طالبانو سره د سولې خبرې یا سیاسي مذاکرات پيل کړي، خو ریکس ټېلرسن په دې بریالی نه شو، چې دغه کار پر مخ بوځي او د افغان حکومت د سیاسي ثبات لپاره د پام وړ اقدامات ترسره کړي. واشنګټن ایکزماینر لیکي، چې د شمالي کوریا مسئله، داعش ډله، ایران او د افغانستان جګړه د بهرنیو چارو د نوي وزیر مایک پمپیو پر میز پراته مشکلات دي چې باید حل کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: