جمعه , مې 14 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / واشنګټن پوسټ: ولسمشر غني د کودتا له خطر سره مخ دی

واشنګټن پوسټ: ولسمشر غني د کودتا له خطر سره مخ دی

واشنګټن پسټ په یوه مقاله کې د ولسمشر غني د سولې طرحه د کورنۍ کودتا او له وسله والو طالبانو سره د جګړې د دوام په بیه تحلیل کړې ده. ورځپاڼه لیکي که د جګړې ښکیل اړخونه یوې هوکړې ته و نه رسېږي، د ولسمشر غني کورنی سیاست پخپله د کورنۍ جګړې اصلي خطر دی، ځکه ولسمشر د سولې په مسله کې څو اړخیزه هوکړه مطرح کوي خو په حکومت کې ډیری شامل اړخونه د واک په ویش کې د طالبانو د مشارکت پلويان نه دي. دغې ورځپاڼې لیکلي چې وسله والو طالبانو ته د ولسمشر غني په طرحه کې د امریکا د ګټو د تضاد له امله د افغان حکومت شامل اړخونه او وسله وال طالبان ډیرې تیروتنې لري چې ولسمشر غني به د کودتا او له وسله والو طالبانو سره د جګړې د دوام له خطر سره مخ کړي. د واشنګټن پوسټ په وینا، د افغان دولت او طالبانو لپاره د امریکا د متضادو ګټو له امله په افغانستان کې یوې اجماع ته د رسیدو لپاره شرایط یوه پیچلې چاره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *