شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وروستیو بریدونو کابل ښار کې وېره نوره هم ډېره کړې ده

وروستیو بریدونو کابل ښار کې وېره نوره هم ډېره کړې ده

ډېلې مېل ورځپاڼه پخپل یوه مطلب کې لیکي، چې د کورنیو چارو پر وزارت برید په کابل ښار کې وېره نوره هم ډېره کړې ده. ددغه رسنۍ په وینا په کابل ښار کې د بریدونو او سختدریځۍ ډېروالي خلک له اندېښنو سره مخ کړي دي او کابل یې د وېرې په ښار بدل کړی دی. سرچینه وایي کابل اوسمهال د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی ښار دی او ډېری اوسېدونکو یې خپل تګ راتګ محدود کړی دی. ډيلي مېل لیکي، کابل ښاریان اوس نه غواړي په ښار کې ډېر تګ راتګ وکړي، ځکه بریدګر ډېر مهال د ملکي وګړو سیمې په نښه کولی شي. ډيلي مېل کابل ښار له وېرې ډک او د خلکو امنیت د جدي اندېښنې وړ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: