یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وروستې جزیات:جنرال رازق په کور ډله ییز برید شوی دی

وروستې جزیات:جنرال رازق په کور ډله ییز برید شوی دی

د کندهار په سرحدي ولسوالي بولدک کې د امنیه قومندان جنرال رازق کور ته نیژدې چاودنه او بیا جګړه تر سره شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو سره سم په سپین بولدک کې د امنیه قومندان جنرال رازق کور ته لومړی د موټر سایکل په واسطه سرتیری برید شوی او بیا دوو تنو نورو بریدګرو د کور پر ساتونکو ډزي کړي او جګړه پیل شوې ده.

جنرال رازق ویلي چې د پيښې پر مهال په کندهار ښار کې وو او کورنۍ ته یې هم زیان نه دی رسیدلی.

ویل کیږي چې جګړې تر یوه ساعته دوام کړی او په ترڅ کې يې د بریدګرو په ګډون ۴ تنه پولیس مړه او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ افریدي رسنیو ته ویلي چې سرتیري بریدګر ۳ تنه وو او په وینا یې ددوی په برید کې یوازي ۲ تنه پولیس ووژل شول. خو نورو سرچینو ویلي چې څلور پولیس مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د برید مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: