سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / وزیرستان، باجوړ او په مومندو ایجنسۍ کې د پاکستان په پوځ د تندروه ډلې مرګونې بریدونه!

وزیرستان، باجوړ او په مومندو ایجنسۍ کې د پاکستان په پوځ د تندروه ډلې مرګونې بریدونه!

د پاکستان د حکومت مخالفه وسله والې ډلې حزب الاحرار نن او پرون په مومندو ایجنسۍ کې دوه، باجوړایجنسۍ کې یو او په شمالي وزیرستان کې یو بمې چاودنه او وسله والې نښتې تر سره کړي چې په ترڅ کې یې پاکستاني پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې تېره ورځ سهار مهال باجوړ ایجنسۍ تحصیل لوی ماموند سیمه کې یو پاکستانی پوځي یادو تندروه وسلوالو وژلی، دا په داسي حال کې چې تېره ورځ د مومندو ایجنسۍ د تحصیل بایزو سوران سیمه کې د پاکستان یوه پوځ پوسته وسلوالو د هوان په مرمیو تر برید لاندې نیولې وه، بلخوا په همدې ورځ د شمالي وزیرستان د رزمک تحصیل سروبي سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو په یو موټر بمې چاودنه د یادې ډلې وسله والو کار کوونکو ترسره کړې وه

ټرایبل نیوز ته د تر لاسه شویو راپورونو له مخې نن مومندو ایحنسۍ د تحصیل بایزو پع میټۍ سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یوې پوستې ته څېرمه په دوی د وسلوالو له لورې برید شوی چې د برید وروسته وسلوال په تېښته بریالي شوي دي د راپور له مخې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ لخوا په وسلوالو طالبانو هم بمې چاودنه شوې ده چې په ترڅ کې کوم تلفات ندي اړولې .

د یادونې وړ ده چې د یادو ټولو بریدونه مسؤلیت په پاکستان ګې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي رسنیو ته په یو لیږل شوي بریښنا لیک کې منلی دی او زیاته کړې یې ده چې په یادو بریدونو کې یې د لسو څخه زیات پاکستاني عسکر وژلې او ژوبل کړي دي خو بلخوا د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ویاندویه اداره آی ایس پي ار تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: