چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / وزیرستان:وسله والو سره په نښته کې ۲ پاکستاني افسران او ۶ نور عسکر مړه د‌ې

وزیرستان:وسله والو سره په نښته کې ۲ پاکستاني افسران او ۶ نور عسکر مړه د‌ې

ټرایبل نیوز د سرچينې د راپور له مخې نن په شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل کې د وسله والو طالبانو او د پاکستان پوځ تر منځ نښته شوې ده چې په پایله کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د جګړې وروسته امنیتي ځواکونه سېمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یي پیل کړي چې تر دا مهاله کومه لاسته راوړنه نه لري.

یاده نښته کې د پاکستان پوځ دوه لوړ رتبه افسران او شپږ نور پوځیان وژل شوي دي د سیمې نه ازادې سرچینې یاده نښته تائیدوې او وایي چې په جګړه کې لس تنه د تندروه ډلې تحریک طالبان پاکستان غړي هم وژل شوي دي.چې تر دې مهاله وسله والو طالبانو د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي .

د یادونې ده چې کله د پاکستان په مختلیفو سېمو کې ترهګریز بریدونه ډیر شي نو بیا د پاکستان امنیتي ځواکونه هغه بندي وسله وال طالبان له زندانونو نه را وباسي او بیا په قبایلي سیمو کې بې له محکمې وژنې چې وروسته ورته بیا د جګړې یا د نښتې نوم ورکوي چې ګواکي وسله وال مو په ځوابي ډزو کې وژلي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *