دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وسله طالبانو په فاریاب ولایت کې خپلو عملیاتو دوام ورکړ

وسله طالبانو په فاریاب ولایت کې خپلو عملیاتو دوام ورکړ

د فاریاب د ولایتي شورا ریس محمد طاهر رحماني رسنیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د المار، قیصار، دولت اباد او غورماچ ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۳ تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش هم د جګړې پخلی کوي او زیاتوي چې امنیتي ځواکونو له خپلو پوستو او سیمو کلکه دفاع کړې ده.

د یورش په وینا دمګړی په دغه ولایت ټول امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: