چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی

وسله والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی

د طالبانو د مشرتابه له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې وسله وال طالبان دې پر حکومتي ځواکونو تعرضي بریدونه نه کوي، خو که د افغان حکومت له لوري برید ورباندې وشي په کلکه به دفاع کوي. طالبانو ویلي چې بهرني ځواکونه له دې امر مستثنی دي او ددوی پر وړاندې به د طالبانو عملیات روان وي. طالب مشرانو همدا راز له خپلو ټولو نومول شوو والیانو غوښتي چې پخپلو زندانونو کې دې شته زندانیان چاڼ کړي او هغوی چې ډېر خطرناک نه دي ازاد دې شي. له طالبانو همدا راز غوښتل شوي چې د ولس په غونډو او ګڼه ګوڼه کې دې تګ راتګ نه کوي څو د هوايي بریدونو سبب نه شي او عامو وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي. دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت او طالبان د څو ورځو لپاره پخپلو کې اوربند اعلانوي. امریکا وار له مخه له دغه اوربند ملاتړ کړی دی او وايي چې د اوربند په موده کې به پر وسله والو طالبانو بریدونه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: