جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت مهمه لار تړلې ده

وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت مهمه لار تړلې ده

وسله والو طالبانو يو ځل بيا د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ لويه لاره تړلې ده. د اروزګان د شپږو ولسواليو لارې له څو کلونو راهيسې بندې دي، خو تېره اوونۍ د دهراوود ولسوالۍ لويه لاره تر عملياتو وروسته خلاصه شوه. ځايي چارواکو ادعا کړې وه چې د لارې په اوږدو کې به امنيتي پوستې جوړوي، څو لاره خلاصه پاتې شي، خو يوه اوونۍ وروسته بېرته طالبانو لاره تړلې ده. وسله والو طالبانو تېره شپه پر ياده لاره پر يوشمېر سيمو ډله ييز بريدونه کړي، ګڼ کلي يې نيولي او لاره يې هم تړلې ده. د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند لومړي څارن نصير احمد کامه وال ويلي چې طالبانو تر بريدونو وروسته ياده لويه لاره تړلې ده. خو هغه زياتوي چې د لارې د بېرته خلاصېدو لپاره عمليات پيل شوي او ډېر ژر به سيمه د طالبانو له حضور پاکه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *