شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو طالبانو د ناټو ددفاع وزیرانو پر وروستۍ غونډه غبرګون وښود

وسله والو طالبانو د ناټو ددفاع وزیرانو پر وروستۍ غونډه غبرګون وښود

وسله والو طالبانو د ناټو ددفاع وزیرانو پر وروستۍ غونډه غبرګون وښود. د ناټو ددفاع وزیرانو تېره ورځ په بروکسل کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه درلوده. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې له افغان حکومت به د ناټو ملاتړ دوام لري او له طالبانو یې وغوښتل چې له رامنځ ته شوي فرصت استفاده وکړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ناټو ددغه غونډې په اړه غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي طالبان په افغانستان کې بریالي دي، بهرني ځواکونه له ماتې سره مخ دي او ناټو ته نه ده په کار چې تر دې ډېر په افغانستان کې د جګړو لامل شي. مجاهد پخپلو خبرو کې د افغانستان حکومت فاسد بللی دی او په خبره یې نړیوالو ته نه ده په کار چې ددغه فاسد حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي. د ناټو ددفاع وزیرانو په پرونی غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او له افغان حکومت پر ملاتړ ټینګار کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: