سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / وسله والو طالبانو پر کابل د برېښنا پرې کولو ګواښ کړی دی

وسله والو طالبانو پر کابل د برېښنا پرې کولو ګواښ کړی دی

وسله والو طالبانو بغلان ولايت کې له ازبکستان څخه کابل ته د غځېدلې برېښنا د مزو قطع کولو ګواښ کړی دی. طالبانو رسنيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې، د بغلان ولايت هغو سیمو ته چې ورته د برېښنا د ورکړې ژمنه یې شوې وه، په نږدې راتلونکي کې د مزو غځولو کار پیل نه شي له بغلان ولایته به کابل ته د غځېدلې برېښنا مزي غوڅ کړي. په ورته وخت کې د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دې ګواښ مخنیوی به وکړي. د بغلان د برېښنا شرکت ریيس سلطان احمد عزیزي بیا د طالبانو له نوي ګواښ څخه ناخبري وښوده، خو په خبره یې تېر کال يې يادو سيمو ته د برېښنا ستنې رسولې دي او د مزو لپاره يې مرکز ته وړانديز لېږلى دى، او ژر به دغه ستونزه هواره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *