سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / وسله وال طالبان وایي د کندهار ولایت برید مونږ کړی دی

وسله وال طالبان وایي د کندهار ولایت برید مونږ کړی دی

په افغانستان کې وسله والو طالبانو د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې د ابو دوجانا په نوم د طالبانو نفوذي کس د کندهار ولایت په مقام کې یې د غونډې پر مهال پر جنرال عبدالرازق برید کړی.

د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې د برید په ترڅ کې د کندهار والي زلمي ویسا، ملي امنیت رئیس او یو شمېر نور چارواکي ټپیان شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *