سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / وسله وال طالبان په زابل ولایت د یوه ستر برید د ترسره کولو پلان لري

وسله وال طالبان په زابل ولایت د یوه ستر برید د ترسره کولو پلان لري

وسله وال طالبان په زابل ولایت د یوه ستر برید د ترسره کولو پلان لري. د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان وایي د طالبانو رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې لومړی ددغه ولایت شمالي ولسوالۍ سقوط او وروسته د هاموې ټانکونو او موټربم بریدونو په واسطه په مرکز کلات کې په ډله ییز برید سره دغه ولایت سقوط کړي. د ولایتي شورا رئیس وایي، چې طالبان د زابل په ښار د خونړیو بریدونو پلان لري او په دې سره غواړي دا ولایت هم د فراه ولایت له برخلیک سره مخ کړي. په ملي شورا کې د زابل ولایت استازي هم وایي، چې همدا اوس دغه ولایت له سخت امنیتي تهدید سره مخ دی او له تېرو لسو ورځو راهیسې د زابل پر شمالي ولسوالیو ارغنداب، میزانې او دایچوپان سخته جګړه روانه ده. خو ملي دفاع وزارت وایي، چې په زابل کې امنیتي ګواښوونه تر پخوا کم شوي، ځمکني او هوایي عملیات ترسره شوي او هلته میشت سرتیري ټول اکمال شوي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: